غورکې بېځايه شوو کورنيوسره دکارموندنې په برخه کې مرستې وشوې

anwari_morr


د ملګرو ملتونو دکډالو ادارې (unhcr) د غور ولايت دکډوالو چارو آمريت د وږي په ۲۰مه ۸۵ بېوزلو بېځايه شوو کورنيود کارموندنې په برخه کې نغدي مرستې وشوې.

يادو کورنيو سره د مالدارۍ، خياطۍ، دکاندارۍ،خامکدوزۍ، مرغدارۍ په برخه کې دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې له لورې  روزنه ورکړل شوې وه، چې د کارموندنې په برخه کې ورسره نغدي مرستې وشوې.

د دغومرستو په جريان کې ۲۶تنو ته ۲۴ زره افغانۍ، ۳۱ تنو ته ۱۲ زره افغانۍ او ۸تنو ته ۸ زره افغانۍ وېشل شوي دي.

دغه خلک دهغه کورنيو سرپرستان دي چې د ناامنيو له امله دغور ولايت د بېلابېلو سيموڅخه بېځايه شوي و.

#میهن_من_عزت_من

#زما_هیواد_زما_ویاړ