غورکې لسګونوکورنيوسره مرستې وشوې
د يوشمېر مرستندويه ادارو له لورې د غور ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۰۶ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرستې شوي.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د تولک، تيورې، پسابند، چهارسدې او دولينې ولسواليوڅخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د وږي په ۱۶مه دخوراک نړيوال سازمان WFP له لورې ۳۲ کورنيو هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کيلو اوړه، ۱۵ کيلو مقوي اوړه، ۲ کيلو بيسکويټ، دوه کيلو مالګه او د ACTED موسسې له لورې ۷۴ کورنيو هرې کورنۍ ته ۲۲۰۰۰ افغانۍ نغدې ورکړل شوې.