په تېرې يوې اونۍ کې له ۱۲زرو زياتو کورنيو سره مرستې شوي anwari_morr https://tinyurl.com/2ozotrcg په تېرې يوې اونۍ کې ۱۲۰۲۳ مستحقو او بېځايه شوو کورنيوسره د هېواد په ۱۶ ولايتونوکې بشري مرستې ترسره شوي دي. يادو اړمنو کورنيو ته نغدي، خوراکي، غيرخوراکي او روغتيايي کڅوړې وېشل شوي دي. دغه مرستې د وږي د ۸ مې نېټې څخه د وږي تر ۱۳مې نېټې پورې د سرې مياشتې او نړيوالو مرستنيدويه ادارو له لورې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په همغږۍ ترسره شوي دي. يادې کورنۍ چې د مرستو څخه برخمنې شوي، دجګړو او طبيعي پېښو په ځانګړي ډول د ورستيو سېلابو نو له امله په بغلان، کاپيسا، پروان، کندز، فراه، کونړ، ميدان وردګ، قندهار، بلخ، بادغيس، غور، نيمروز، لغمان، هلمند او لوګرڅخه وې چې ګڼ شمېر مالي او ځاني زيانونه يې ليدلي ول. د ويلوده چې د دغې مودې په تېرېدو سره په ولايتونو کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت څانګو د مرستو د جلب او دبېځايه شوو او زيانمنو شوو وضعيت ته د رسېدو په موخه مرستندويه ادارو سره ناستې کړي دي.