کندز کې سلګونه نوې کورنۍ سروې او په نښه شوې
د کندز ولايت دکډوالو چارو رياست په تېرې يوې اونۍ کې ۱۰۰۰ بېځايه شوې کورنۍ چې د جګړو او نا امنيو له امله بېځايه شوې وې سروې او په نښه شوې.
دغه کورنۍ د امام صاحب، خان آباد، اقتاش ولسواليو او کندز ښار وې خپلې اصلي سيمي يې پرېښې وې او امن سيموته رابېځايه شوې او همدلته ځايه په ځای شوي دي.
تر اوسه پورې ۹۱۲۵ بېځايه شوې کورنۍ راجستر او تثبيت شوي او دغه کورنيو ته د رسېدو په موخه موضوع OCT موسسې سره په همغږۍ په ولايتي بېړنۍ ناسته کې خبرې وشوې چې تر اوسه د سروې ۲۱ ټيمونه په امن او نامن سيموکې، چې ۴ ټيمونه يې په خان اباد ولسوالۍ او ۵ ټيمونه يې په حضرت امام صاحب او ۱۰ ټيمونه يې دکندز ښار کې تشکيل شوي او عملاً په سروې بوخت دي.
ټاکل شوې چې په مرکز او ولسواليوکې دخوراکي او غير خوراکي موادو وېش پيل شي.
همدارنګه د وږي په ۵مه او ۶مه ۲۲۳ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراک نړيوال سازمان WFPله لورې د امام صاحب په ولسوالۍ کې ۲ بوجۍ اوړه، ۷ کيلو غوړي، ۷ کيلو دالنخود او نيمه کيلو مالګه او د NPO موسسې له لورې نغدي مرستې شوي.


