سرپل کې بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته شوې
د يوشمېر موسسو له لورې د سرپل ولايت دکډوالو چارو آمريت په همکارۍ ۶۲ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې شوي دي.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د صياد ولسوالۍ د کوترمه سيمې څخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د وږي په ۴مه د ACTED، DACAR او SAVE THE CHILDREN موسسې له لورې هرې کورنۍ ته ۹۰۰۰ افغانۍ نغدې ورکړل شوي دي.