کندهار کې بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه

anwari_morr
کندهار کې بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه

 

د کندهار ولايت دکډوالو چارو رياست د PSN پروژې له لارې ۳۳ اړمنو راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو کسانو سره نغدي مرسته وشوه.

دغه ۳۳ تنه راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو کورنيو غړي دي، چې د APA همکارې ادارې او کډوالو چارو رياست له خوا د سروې په جريان کې مستحق ګڼل شوي، چې ۲۰ تنه يې نارينه او ۱۳ تنه يې ښځينه دي.

په دغو مرستو کې هرتن ته ۱۳۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې،تر څو دخپلې کورنۍ کسب او کار د اړتياو په پام کې نيولو سره خپلې اړينې ستونزې حل کړي.

د PSN پروژې مالي لګښت د UNCHR اداره ورکوي او د HRDA ادارې له خوا د کډوالو چارو رياست سره په ګډه عملي کږي.