جوزجان کې سلګونه بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه
د ډاکار موسسې له لورې د جوزجان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۵۶ بېځايه شوو کورنيوسره دغير خوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د خپلو اصلي سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د چنګاښ په ۸ هرې کورنۍ ته ۲۷ صابونه، صابون دانۍ، پلاستيکي بوشکې، سطل، رخت، دغاښونوبورس، دغاښونوکريم، جان پاک، بکس، لاسي چراغ، ناخن ګير او پلاستيکي لوټې مرسته ووېشل شوه.