لغمان کې د حرفوي زده کړو مرکز فارغانوته کاري وسايل ورکړل شو
د کډوالۍ نړيوال سازمان IOM له لورې د لغمان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ د چنګاښ په ۵ مه د حرفوي زده کړو ۳۰ تنو فارغانوته د حرفوي زده کړو کاري وسايل ورکړل شول.
په دغه خلکو کې ۱۵ ښځينه او ۱۵ تنه نارينه شامل و، چې مخکې ورته د مبايل جوړولو او ګلدوزۍ په برخه کې زده کړې ورکړې شوې وې چې د کډوالۍ نړيوال سازمان له لورې ورته کاري وسايل ووېشل شول.