فراه کې بېځايه شوو کورنيوسره دخوارکي موادو مرسته وشوه
دخوارک نړيوال سازمان Wfp له لورې د فراه ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۴۳ داخلي بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرستې شوي.
يادې کورنۍ،چې د جګړو له امله د پشترود او بالابلوک ولسواليوڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د غبرګولي په ۲۶مه هرې کورنۍ ته ۱۸۴ کيلو اوړه، ۴ بوشکې غوړي او ۲ کيلو مالګه مرسته ووېشل شوه.