نيمروز کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه
د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د نيمروز ولايت دکډوالو چارو رياستت په همکارۍ ۳۳ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي، خوراکي او روغتيايي کڅوړو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې دسلواغې په ۲۷مه هرې کورنۍ ته ۶۰۰۰ افغاننۍ نغدې، ۴ بوجۍ اوړه، ۴ قطۍ غوړي، ۱۴ کيلو دالنخود، دماشومانو لپاه خوراکي مواد او يوه يوه روغتيايي کڅوړه مرسته ووېشل شوه.
د ويلو ده، چې دغو کورنيوسره مخکې هم دمرستندويه ادارو له لورې مرستې شوې وې.