بادغيس کې بېځايه شوو کورنيورسره دخوراکي موادو مرسته وشوه
د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د بادغيس ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۹ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د خپلو اصلي سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د سلواغې په ۱۶مه هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کيلو اوړه، ۱۴ لېتره غوړي، ۱۶ کيلو دالنخود او يوه کيلو مالګه مرسته ووېشل شوه.