کابل کې له ۳۰۰ زياتو بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه
د کډوالو چارو وزارت او جوهانيتر موسسې له لورې د کابل ولايت دکډوالوچارو رياست په همکارۍ ۳۵۶بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه.
يادې کورنۍ،چې د جګړو له امله د يوشمېر سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د سلواغې په ۱۲مه د کابل ولايت دوالي دمرستيال، کډوالو چارو رئيس،ښځو چارو رئيسې او ذکر شوو موسسو د استازو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۱۵۰۰۰ افغانۍ نغدې ورکړل شوې.