خوست کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه
د IRC او DACARموسسو له لورې د خوست ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۸۸ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي اوروغتيايي کڅوړو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د بېلابېلوسيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د ليندۍ په ۲۷مه هرې کورنۍ ته ۱۸ زره افغانۍ نغدې او يوه يوه روغتيايي کڅوړه ورکړل شوه.