کډوالو وزير د امريکا سفير سره دکډوالو او بېځايه شوو وضعيت په اړه خبرې وکړې

anwari_morr
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۱ - ۸:۳۲
___________

 

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزير نور الرحمن اخلاقي د ويډيوي کنفرانس له لارې په کابل کې د امريکا متحده ايالاتو له سفير راس ويلسون سره د کډوالو او بېځايه شوو د وضعيت په اړه خبرې وکړې.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سږ کال د داخلي بېځايه شوو او راستنېدونکو د شمېرو په يادولو سره وويل، چې په هېواد کې د بېځايه کېدو اصلي لامل د طالبانو د ترهګرو ډلو لخوا جنګ او تروريزم شتون  دی.

اخلاقي په افغانستان کې د امريکا سفارت د همکاريو څخه مننه وکړه  او  د سولې نه وروسته  د کډوالو بېرته ستنېدو لپاره  يې د کډوالو وزارت د پلانونو يادونه وکړه ويې ويل: چې دغه وزارت په هېواد کې د سولې د واقعيت او نه واقعيت دوه سناريو لپاره چمتوالی نيسي.

د کډوالو وزير سولې ته په هيله مندۍ د  امريکا متحده ايالاتو غوښتنه وکړه چې د راستنېدونکو د دوامداره بيا يوځای کېدو په برخه کې د افغانستان حکومت سره لا زياته همکاري وکړي.

په ورته وخت کې په کابل کې د امريکا متحده ايالاتو سفير د همکاريو اعلانولو پرمهال د وزارت او ادارې ترمنځ د موثرو اړيکو پر رامنځته کېدو ټينګار وکړ.

هغه وويل: په هېواد کې تاوتريخوالی لاهم د سولې د خبرو له پيل سره دوام لري او دا به د افغانستان حکومت ته اجازه ورکړي چې د کډوالو او داخلي بېځايه شوو وضعيت ته د رسېدو په برخه کې د نړيوالې ټولنې ملاتړ ولري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۷ - ۱۲:۰
Background image

دپناه غوښتونکو مرستیال په انقره کې دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې رییس سره لیدنه وکړه

د افغانستان د دولت پلاوي د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستیال وافي الله کاکړ په مشرۍ ترکیې ته د خپل سفر پرمهال د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) له مشر. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۶ - ۱۵:۲۹
Background image

د پناه غوښتونکو مرستيال په انقره کې د ترکيه د کورنيو چارو وزارت مرستيال سره دکډوالۍ په برخه کې د همکاريو د هوکړه ليک د لاسليک په اړه خبرې وکړې

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيال وفي الله کاکړ په مشرۍ د غبرګولي په ‍۱۳مه د ترکيې د کورنيوچارو وزارت مرستيال اسماعيل چتکلي سره د افغان کډوالو د مديريت په اړه د. . .

شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۵ - ۱۱:۱۷
Background image

د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک په اړه له ترکي چارواکو سره د حکومت د خبرو اترو دوام

دکډوالواوراستنېدونکو چارو وزارت دپناه غوښتونکو مرستیال وفي الله کاکړترکيې ته په خپل سفرکې دترکيې دلوړپوړوچارواکو سره ددواړوهېوادونوترمېنځ دهوکړه لیک دلاسلیک پر ضرورت په اړه دغبرګولي په. . .

بېرته خبرونه ته