خوست کې له دوه زرو زياتو کورنيو ته د نغدي مرستې د وېش لړۍ پيل شوه

anwari_morr
-

د خوست ولايت د مهاجرينو چارو رياست د معلوماتو له مخې د ليندۍ په (۸) مه د شمالي او جنوبي وزيرستان ( ۲۶۴۴) کورنيو ته د نغدي مرستې د وېش لړۍ پيل شوه.

يادې کورنۍ د مهاجرينو چارو رياست په همغږۍ د  (UNHCR) دفتر له لورې سروې او د مرستې لپاره مستحقې په نښه شوې وې، چې په پام کې ده  هرې کورنۍ ته (۳۳۰) امريکايي ډالر ووېشل شي.