غزني کې د بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو په موخه تخنيکي ورکشاپ ترسره شو
په غزني کې د داخلي بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو لپار د ولايتي عمل پلان د جوړېدو په موخه د 28/3/1444 تخنيکي ورکشاپ ترسره شو.
په دغه ورکشاپ کې، چې د دولتي ادارو او همکارو مرستندويه بنسټونو د استازو په ګډون ترسره شو،د غزني ولايت مرستيال والي مولوي سيد محمد حنيف عباد د مهاجرينو چارو وزارت او لېږل شوي پلاوي د کړنو څخه مننه وکړه او د هغه ولايت د دولتي مسؤلينو او همکارو مرستندويه بنسټونو څخه يې غوښتنه وکړه، چې د ولايتي عمل پلان د جوړېدو، د بېځايه شوو د ستونزو دحل او بيا يوځای کېدو په برخه کې دې لازمه همغږي او همکاري وکړي.
وروسته د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت پلاوي د بېځايه شوو د پالېسۍ د تګلارې او د ولايتي عمل پلان د جوړولو په اړه د ورکشاپ ګډنوالو ته معلومات ورکړل.
په وروستۍ برخه کې د ورکشاپ ګډنوالو په ګروپي ډول کار وکړ او په دغه ولايت کې يې د بېځايه شوو د وضعيت او ستونزو په پام کې نيولو سره يې د ياد پلان په اړه خپل نظرونه او وړانديزونه واړندې کړل.
د غزني ولايت استازو د مهاجرينو چارو وزارت د کړنو او همکاريو څخه مننه وکړه او په دې برخه کې يې د هر راز همکاريو ډاډ ورکړ.
د ويلو ده، چې تخنيکي ورکشاپونه، د ولايتي عمل پلان جوړول او د داخلي بېځايه شوو بيا يوځای کېدل د مهاجرينو چارو وزارت او د (UNHCR) دفتر د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې د ياد دفتر په مالي لګښت ترسره کېږي.