په خوست ولايت کې یو ځل بیا زلزلې زیانونه اړولي دي

sadam_morr
محمد اشرف حنیفی
د خوست ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست د روان کال د سرطان د مياشتې په ۲۸ نېټه د خوست ولايت په سپېرې ولسوالۍ کې د يوې زلزلې د رامنځته کېدو خبر ورکړ.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ګډ کمېسيون غړو ياده شوې سيمه له نږدې څارلې او څېړلې، چې تر اوسه په کې (١٣) کسان ټپيان شوي او (٨٥) کورونه ويجاړ شوي او د مرګ ژوبلې او زيانونو احتمال زيات دى.