په لغمان کې له ۵۲۰ کورنيو سره مرسته وشوه

sadam_morr
_____

د لغمان ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همغږۍ د ښځو خيريه بنسټ په مالي مرسته له ۵۲۰ اړمنو، بې ځايه شوو، کونډو او معلولينو د کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه چې هرې کورنۍ ته ۵۰ کيلو اوړه، ۱۰ ليتره غوړي، ۱ کيلو چای، ۸ کيلو لوبيا، يوه ګاز ډبه، ۸ کيلو بوره او ۲ کيلو کوريايي کمپلې ورکول شوې.

يادې کورنۍ د ګډ پلاوي له لورې په عليشنګ ولسوالۍ کې په نښه او د مرستې اخيستلو لپاره وړ پيژندل شوې وې.