کندهار کې بېځايه شوو کورنيوسره مرستې شوي

anwari_morr
______________

د يوشمېر مرستندويه ادارو له لورې د کندهار ولايت دکډوالوچارو رياست په همکارۍ ۱۸۴ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي او غير خوراکي موادو مرستې شوي.

يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د ميوند او ارغنداب ولسواليوڅخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د لړم په ۱۹مه د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې هرې کورنۍ ته ۱۸۴ کيلو اوړه، ۱۸ کيلو غوړي، ۲۵ کيلو دالنخود، ۲ کيلو بيسکويټ،ماشومانو لپاره ۳ کيلو دخوارځواکۍ مواد، د DACAR او UNICEF موسسې له لورې هرې کورنۍ ته روغتيايي کڅوړې او د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR له لورې هرې کورنۍ ته يوه يوه خېمه مرسته ووېشل شوه.