کونړ کې بېځايه شوو کورنيوسره مرستې شوي

anwari_morr
______________

د ناروې کمېټې له لورې د کونړ ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۳۳ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې شوي.

يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د يوشمېر سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د لړم په ۶ مه هرې کورنۍ ته ۱۱۲۵۰ افغانۍ نغدې ورکړل شوې.

په ورته وخت کې د ORD موسسې له لورې د سرپل ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ درې کورنيو هرې کورنۍ ته ۲۰۰۰۰ افغانۍ نغدې ورکړل شوې.