کندهار کې بېځايه شوو کورنيوسره مرستې شوي

anwari_morr
.

 

د يوشمېر مرستندويه ادارو له لورې د کندهار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۲۶ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرستې شوي.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د ميوند، ژيړي، پنجوايي او شاه ولي کوټو ولسواليو څخه ددې ولايت  مرکز ته رابېځايه شوې وې د تلې په ۲۰مه دخوراک نړيوال سازمان WFP له لورې ۱۸۴ کيلو اوړه، ۲۰ لېتره غوړي، شېدو لرونکوميندو ته ۹ کيلو مغذي مواد، ۲۵ کيلو دالنخود، ۶۸ پاکټه د خوارځواکۍ مواد ماشومانو لپاره، د SCI  موسسې له لورې دماشومانو بستره، دپخنلځي مکمل سامان الات، د DACAR موسسې له لورې روغتيايي کڅوړې او د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR له لورې هرې کورنۍ ته يوه يوه خېمه مرسته ووېشل شوه.