فراه کې ۹۶ بېځايه شوو کورنيوسره د روغتيايي کڅوړو مرستې وشوې
د DACAR موسسې له لورې د فراه ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۹۶ بېځايه شوو کورنيوسره د روغتيايي کڅوړو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د تلې په ۱۹مه هرې کورنۍ ته يوه يوه روغتيايي کڅوړه ووېشل شوه.
د ويلوده چې يادو کورنيوسره مخکې هم نغدي او د خوراکي موادو مرستې شوې وې.