فراه کې له ۲۰۰ زياتو بېځايه شوو کورنيوسره د روغتيايي کڅوړو مرستې شوي
د RI موسسې له لورې د فراه ولايت د کډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۲۵ بېځايه شوو کورنيوسره د کرونا ويروس دمخنيوي په موخه د روغتيايي کڅوړو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د تلې په ۱۴مه هرې کورنۍ ته يوه يوه روغتيايي کڅوړه ووېشل شوه.
د ويلوده چې يادو کورنيوسره مخکې هم نغدي او دخوارکي موادو مرستې شوي.