خوست او ميدان وردګو کې له ۱۰۰ زياتو بېځايه شوو کورنيوسره مرستې شوي

sadam_morr

د IRC موسسې له لورې د خوست ولايت دکډوالو چارو رياست په همکار۷۹ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې شوي.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو ولسواليوڅخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د وږي په ۲۵مه هرې کورنۍ ته ۲۲۰۰۰ افغانۍ نغدې ورکړل شوې.

همدارنګه د ميدان وردګو ولايت دکډوالو چارو رياست دمعلوماتو پر اساس د DRC موسسې له لورې ۴۵ نورو بېځايه شوو کورنيو ته ۲۲۰۰۰ افغانۍ نغدې ورکړل شوې.

Image may contain: one or more people, people walking, crowd, tree, grass, outdoor and nature