نميروز کې بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادومرسته وشوه
د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د نيمروز ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۵۵ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ، چې د نا امنيو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د ليندۍ په ۳۰مه هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کيلو اوړه، ۱۴ کيلو غوړي، ۱۵ کيلو دالنخود، ۶۰ پاکټه بېسکوېټ او يوه نيمه کيلومالګه مرسته ووېشل شوه.