په (۱۵) ولايتونوکې له درې زرو زياتو کورنيوسره مرستې وشوې

sadam_morr
-

د يوشمېر مرستندويه ادارو له لورې په ولايتونو کې د مهاجرينو چارو وزارت د رياستونو او آمريتونو په همغږۍ د تلې د ( ۱۶) مې نېټې څخه تر ( ۲۱) مې نېټې پورې (۳۸۱۰) اړمنوبېځايه شوو کورنيو سره  مرستې وشوې.

په يادو مرستوکې خوراکي توکي، نغدي، روغتيايي کڅوړې، کورنۍ کڅوړې او د پخلنځي وسايل شامل ول، چې په هرات، کاپيسا، ارزګان، نيمروز، بدخشان، کونړ، لغمان، خوست، بادغيس، دايکندي،تخار،باميان،هلمند، غور او بلخ کې اړمنو بېځايه شوو کورنيو ته ووېشل شول.