غزني کې د ابو رسونې شبکې کار پيل شو

anwari_morr
غزني کې د ابو رسونې شبکې کار پيل شو

 

د غزني ولايت دکډوالو چارو رياست د چنګاښ په ۲۳مه دغزني ولايت د ابو ريحان البيروني ښارګوټي د اوبو رسونې شبکې کار د کډوالو د رئيس، د ولايت استازو، اوبو رسونې رياست، اقتصاد رياست او د کډوالو چارو وزارت د پلاوي په شتون کې پيل شو.

ددغې پروژې مالي لګښت ۱۸ ميليونه ۸۷۵ زره  ۲۵۰ اعشاريه ۸۶ افغانۍ و، چې کډوالو چارو وزارت له لورې د هندوستان هېواد د سل ميليونو مرستو نه د امان ذبيح شرکت له لورې پلي کېږي.

ددغې پروژې په پلي کولو سره به يې د ښارګوټي له زرو زياتې کورنۍ د پاکو اوبو څخه برخمنې شي.