جوزجان کې سلګونو کورنیو ته خوراکي توکي ورکړل شول
د جوزجان ولایت د مهاجرینو چارو ریاست په هلو ځلو او د امداد خیریه بنسټ په مالي مرسته په دغه ولایت کې د لېندۍ پر دویمه له ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري توګه راستنو شویو ۴۰۰ کورنیو ته ۶ ډوله خوراکي توکي ورکړل شول.
د یو بل خبر له مخې د جوزجان ولایت د مهاجرینو چارو رییس ملا امان الله طلحه د درزاب او قوش تېپې ولسوالیو د مهاجرینو ښارګوټي کې د توپوګرافي او د بشپړ پلان د ترتیب په موخه د کور او ښارجوړونې وزارت د تخنيکي ټیم د کار لیدنه وکړه.
د یادونې ده، چې دغه ښارګوټی په دوه زره جریبه ځمکه کې جوړېږي، چې ۷۰۰ جریبه ځمکه یې سروې او توپوګرافي شوې ده.