پاکستان کې ۹ تنه بندیان له بنده خوشې شول

له پاکستان څخه ۹ تنه بندیان له بند څخه خوشې او د لړم پر اتمه خپل هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله له شپږو میاشتو څخه تر یو کال پورې بندیان وو، چې تر خوشې کېدو وروسته د انټرپول پولیسو له خوا د تورخم فرضي کرښې له لارې خپل هېواد ته راستانه شول او د مرستې په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان ته ور وپېژندل شول.