د غزني د مهاجرینو رییس د ښار او کور جوړونې له وزیر سره وکتل
د غزني ولایت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو رییس مولوي مطیع الله عرب د تلې پر څلورمه د ښار او کور جوړونې له وزیر مولوي حمدالله نعماني سره وکتل.
په دې کتنه کې د ابوریحان البیروني ښارګوټي د تفصیلي پلان د طرحې د تطبیق او د غزني ولایت د کډوالو چارو ریاست د ۲ نمبر ښارګوټي د پاتې ځمکو د توپوګرافیکي سروې په اړه بحث او اړینې پرېکړې وشوې.