په تېرو دوه وروځوکې شاوخوا درې زره افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
په تېرو دوه ورځوکې د نيمروز ولايت د ورېښمو پل او هرات ولايت د اسلام قلعه له لارې د ايران څخه ( ۲۸۱۱) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول.
د معلوماتو له مخې د سلواغې په څلورمه د هرات ولايت د اسلام قلعه له لارې (۱۵۳۶) تنه او د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې د سلواغلې په (۳) مه (۱۲۷۵) تنه افغان مهاجر هېواد ته راستانه شوي.
په يادو راستنېدونکو کې چې په خپله خوښه او جبري توګه راستانه شوي، ( ۵۱) کورنۍ دي چې شمېر يې ( ۱۸۷) تنو ته رسي.
د يادو راستنېدونکو له ډلې (۲۸) کورنۍ او (۶۸) راستنېدونکو د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول