په تېرو دوه   وروځوکې له دوه   زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

sadam_morr

په تېرو دوه ورځوکې د نيمروز ولايت د ورېښمو پل  او هرات ولايت د اسلام قلعه   له لارې د ايران څخه  ( ۲۳۹۵) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول.

د معلوماتو له مخې د سلواغې په درېيمه  د هرات ولايت د اسلام قلعه له لارې (۱۴۷۸) تنه او د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې د سلواغلې په (۲) مه  (۹۱۷) تنه افغان مهاجر هېواد ته راستانه شوي.

په يادو راستنېدونکو کې چې په خپله خوښه او جبري توګه راستانه شوي، ( ۴۷) کورنۍ دي چې شمېر يې ( ۱۴۵) تنو ته رسي.

د سرچيني په خبره له ډلې يې ( ۲۹)  کورنۍ د (۶۳) تنو نورو مجردينو سره د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور و پېژند شول.