له پاکستانه (١٦٥) افغان کډوالې کورنۍ راستنې شوې

sadam_morr
_

د کندهار د کډوالو چارو رياست د سپين بولدک سرحدي اداره وايي، د غويي له (٢٦) څخه تر (٢٩) پورې له پاکستانه د (١٦٥) کډوالو کورنيو د راستنېدو خبر ورکړ.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په راستنو شويو کورنيو کې له دې جملې څخه (۱۵۳)کورنۍ، چې (۱۰۴۹) تنه کيږي دغه کې هغه کسان شامل دي چې اسناد نلري او۱۲ کورنۍ چې (٧٨) تنه دي هغه کسان شامل دي چې اسناد لري او د سپين بولدک او چمن له لارې راستانه شوي وو.