بدخشان کې (٣٤٣) کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
_____
د یوشمېر مرستندویه ادارو له لورې د بدخشان ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (٣٤٣) اړمنو کورنیو سره نغدي او روغتيايي کڅوړو مرسته وشوه.
د یادو کورنیو له ډلې د (CONCER) له لورې د طبعيي پېښو او جګړو له امله (١٢٦) کورنیو هرې کورنۍ ته (١٥٠) امریکايي ډالره، د ولږې پروړاندې د مبارزې ادارې له لورې د کشم ولسوالۍ (١٠٣) کورنیو هرې کورنۍ ته (٢١٠٠٠) افغانۍ او د ډاکار موسسې له لورې په مرکز فیض اباد کې (١١٤)کورنیو هرې کورنۍ ته یوه یوه روغتيايي کڅوړه ووېشل شوه.