په غزني ولایت کې له ۳۰۱ اړمنو او بې ځایه شوو کورنیو سره مرستې وشوې.

sadam_morr
_____
نن ورځ یکشنبه د سلواغې د مياشتې ۱۰ مه د غزني ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همغږۍ د ډي ار سي مؤسسې له لورې د ياد ولايت په ناوه ولسوالۍ کې له ۳۰۱ اړمنو او بې ځایه شوو کورنیو سره نقدي مرسته وشوه چې هرې کورنۍ ته ۳۲ زره افغانۍ ورکول شوې.
يادې کورنۍ مخکې د ګډ هيئت له لورې سروې او مستحقې پيژندل شوې وې.