هلمند کې بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي او غير خوراکي موادو مرستې وشوې
د يوشمېر مرستندويه ادارو له لورې د هلمند ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ ۱۸۰ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي او غير خوراکي موادو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د ناوې، نادعلي او نهر سراج ولسواليو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د وري په ۱۰مه هرې کورنۍ ته د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR له لورې يوه يوه خېمه، ۲ ترپالونه،يوه ګازډبه ، د پخلنځي سامان الات، د DACAR موسسې له لورې يوه يوه روغتيايي کڅوړه او د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې هرې کورنۍ ته ۱۸۴ کيلو اوړه، ۱۸ کيلو غوړي، ۲۵ کيلو دالنخود او دوه کيلو مالګه مرسته ووېشل شوه.