فراه کې بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه
د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د فراه ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۵۰ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکزته رابېځايه شوې وې د زمري په ۲۱مه هرې کورنۍ ته ۴ بوجۍ اوړه، يوه کيلو مالګه، درې کيلو دمور او ماشوم لپاره مغذي مواد او درې کيلو بيسکويټ مرسته ووېشل شوه.