بغلان کې له ۶۰۰ زياتو بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې وشوې
د يوشمېر نړيوالو مرستندويه ادارو له لورې د بغلان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۶۲۰ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې وشوې.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د نا امنيو ولسواليو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د چنګاښ په ۷مه د CTED موسسې له لورې ۹۸ کورنيو هرې کورنۍ ته ۹۰۰۰ افغانۍ نغدې او د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې هرې کورنۍ ته ۶۰۰۰ افغانۍ نغدې ورکړل شوې.
د ويلو ده، چې يادو کورنيوسره مخکې هم دخوراکي او غيرخوراکي موادومرستې شوې وې.