کډوالو وزير د ملګرومتلونوادارې څخه غوښتنه وکړه چې افغان کډالو ته دې په سودګريزو هېوادونوکې ډېره پاملرنه وکړی

anwari_morr
Tue, Feb 18 2020 9:22 AM
وزیر امور مهاجرین و عودت کنندگان از کمیشنری عالی سازمان ملل خواست که به مهاجرین افغان در کشور ترانزیتی توجه بیشتر نماید


د کډالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي په پاکستان کې دکډوالو د ښې راتلونکې  او څلوېښت کلن  کوربتوب اړه په اسلام آباد کې نړيواله  ناستې وروسته د سلواغې په ۲۸مه د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې کمېشنر فليپو ګراندي سره په ليدنه کې د افغان کډوالو سره د لازياتې همکارۍ غوښتونکی شو.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير چې  د افغانستان په استازيتوب د ولسمشر د دوهم مرستيال سرور دانش په مشرۍ دلوړپوړي دولتي پلاوي سره په ياده ناسته کې برخه اخيستې وه، د ملګرومتلونو د کمېشنر څخه يې ددې امله  ناستې د جوړېدونه مننه وکړه ،چې دافغانستان لپاره ډېره مهم وه ويې ويل، چې په دې ناسته کې دملګرومتلونو دعمومي منشي شتون خورا د پام وړ و او وتونېده چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو په برخه کې د نړيوالې ټولنې پاملرنه راجلب کړي.

هغه زياته کړه چې ټولې هڅې بايد ددې لپاره وي، چې د افغان کډوالو موضوع سياسي نه شي. کډوالي وه انساني موضوع ده او بايد انساني پاتې شي او افغانستان او پاکتسان په دې توانېدلی چې دغه موضوع  خوندي وساتي.

غواړم يادونه وکړم، چې په دوه دريو هېوادنوکې دافغان کډوالو وضعيت ښه نه دی، ترکيه،يونان او اندونيزا موږ په دې برخه کې ستاسې پاملرنه غواړو. موږ ديونان ټاپوګانو په اړه ښه راپورونه نلر، د اندونيزيا ستونزې لاهم حل شوي نه دي او دترکيې وضعيت مخ په ښه کېدو دی.

د عالمي په خبره که چېرې په افغانستان کې سوله راشي، نو د بېرته راستنېدواحتمال شته نولازمه ده چې چمتووالی ورته ونيسو.موږ د ملګرومتلونو  UNHCR په همغږۍ د راستنېدونکو لپاره پلانونه او برنامې جوړ او هيله مند يم ستاسې د زياتې پاملرنې وړ وګرځي.

ښاغلي ګراندي د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير هڅې وستايلې او ژمنه يې وکړه چې د افغان کډوالو دوضيعت د ښه والي لپاره به هرډول هڅې وکړي.

په دغه ناسته کې د اسيا لپاره د ملګرو متلونو UNHCR سيمه ييز رئيس  او د افغانستان لپاره ددغې بنسټ رئيس هم شتون درلو.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

Mon, Feb 21 2022 10:17 AM
Background image

The Minister of Refugees and Repatriations traveled to Uruzgan province

Following the official visits of Alhaj Khalil-ur-Rehman Haqqani, Minister of Refugees and Repatriations, he went to Uruzgan province on Saturday, February 20, to review the activities. . .

BACK TO NEWS