بغلان کې بېځايه شوو کورنيو سره دخوراکي موادو مرسته وشوه

sadam_morr
2
د خوراک نړيوال سازمان (WFP) له لورې دبغلان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۰۶ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرسته وشوه. يادې کورنۍ، چې د نا امنيو له امله دبېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز پلخمري ته راکډه شوې وې د ليندۍ په ۱۸ هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کيلو اوړه، ۷ کيلو غوړي، ۷ کيلو دالنخود، ۲ کيلو بيسکويټ او نيمه کيلو مالګه مرسته ووېشل شوه.