پکتيکا کې بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او روغتيايي کڅوړ مرسته وشوه
د UNICEF او RI موسسو له لورې د پکتيکا ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۴۰ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او روغتيايي کڅوړو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيمو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې دتلې په ۲۲مه د RI له لورې هرې کورنۍ ته ۱۸۰۰۰ افغانۍ نغدي او د UNICEF له لورې هرې کورنۍ ته روغتيايي کڅوړو مرسته ووېشل شوه.