کډوالو ته د چوپړتیاوو د ښه‌والي په موخه د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

anwari_morr
Sun, Apr 12 2026 1:22 PM

له راستنېدونکو او بېځایه شویو څخه د ملاتړو برنامو د پراختیا په موخه، د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له موسسه کانادایي برای اطفال متاثر از جنګ او پرورش جامعه پایدار و خلاق موسسې سره د ۸۷۵ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.
دغه پیسې به په کابل بلخ، بغلان او کندوز کې د ۱۲ زره او ۳۸ تنو راستنو شویو، بېځایه شویو او کوربه ټولنې لپاره له ماشومانو څخه د ملاتړ، زده‌کړو او کاري زمینې رامنځته کولو په برخو کې مصرفېږي.
د ورته هوکړه‌لیکونو لاسلیک کول، کډوالو ته د چوپړتیاوو د ښه‌والي او دوام په برخه کې، د اسلامي امارت، د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او نړۍوالو شریکانو د هڅو زیاتوالی ښيي.

Latest news

BACK TO NEWS