کندهار کې (٤٧١) اړمنو او بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه
د کندهار ولايت د مهاجرينو او بیرته راستنېدونکو چارو رياست په همغږۍ د افغانستان د پاملرنې CARE Afghanistan مؤسسې له لورې د ياد ولايت د ژړۍ په ولسوالۍ کې له (٤٧١) اړمنو او بې ځایه شویوو کورنیو سره مرسته وشوه.
يادې کورنۍ مخکې د ګډ هيئت له لورې سروې او مستحقې پيژندل شوې وې چې هرې کورنۍ ته د ٥شنبی په ورځ دغویي په (٢٩) نیټه هرې کورنی ته (١٧) قلمه د غیر خوراکی توکي ورکړل شوه.