کابل کې له(١٦٠٠) کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
_____
مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ وروسته له سروې نه(١٦٠٠) اړمنو بېځایه شوو او مستحقو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
یادو کورنیو ته د ثور په(٣) مه د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د يو لوړ پوړي هيٸت په شتـون کې دا مرسته وشوه، چې د ياد هيٸت مشري مولوي صاحب ارسلاح حقيار کوله.
مولوي صيب حقيار په خپلو خبرو کې د چين هيواد څخه مننه وکړه، او د مرستو د وېش په روڼتیا يې ټینګار وکړ، او د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت يې د یو مسؤلې ادارې په توګه هڅه کوي چې بشري مرستې تر مسحقينو په منظم ډول ورسوي، او د خپلو خبرو په اوږدو کې يې خپلو هېوادوالو ته د مرستو د ويش په دوام ټينکار وکړ او د لا زياتو مرستو لپاره يې پر نړيوالو غږ وکړ.