ميدان وردګو کې سلګونه بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له لورې د ميدان وردګو ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۴۰۰ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه.
يادې کورنۍ، چې د يوشمېر نا امنيو ولسواليوڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د چنګاښ په ۱۷مه هرې کورنۍ ته ۶۰۰۰ افغانۍ نغدې ورکړل شوې.