کندز کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه
د ORD او UNHCRادارې له لورې د کندز ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۳۱۰۰ راستنېدونکو او بېځايه شوو کورنيوسره د غيرخوراکي او روغتيايي کڅوړو مرسته وشوه. يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د امام صاحب ولسوالۍ د شيرخان بندر څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د چنګاښ د ۵مې نېټې څخه تر ۱۵مې نېټې پورې هرې کورنۍ ته ۳۲ صانونونه، دوه بوشکې، يو پلاستيکي تشت،مايع ضد عفوني، ۱۸ جوړه دښځو جامې او روغتيايي کڅوړې ووېشل شوې.