غزني کې داخلي بېځايه شوي د حرفوي زده کړو له مرکز څخه فارغ شول

anwari_morr
غزني کې داخلي بېځايه شوي د حرفوي زده کړو له مرکز څخه فارغ شول

 

د پاملرنې موسسې په مالي لګښت او د غزني ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۶۵ داخلي بېځايه شوي د شپږو مياشتو زده کړو وروسته د کمپوټر او انګليسي زده کړو له مرکز څخه فارغان شول.

يادو بېځايه شووفارغانو ته دشپږو مياشتو زده کړو وروسته د غزني ولايت دکډوالو چارو رييس، د پاملرنې موسسې رييس، دښځو چارو استازي، مسؤلينو او دسنايي غزنوي دارالمعلينو د استادانو له لوري سرتفيکيتونه ورکړل شول.