وزیر

دکډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر ښاغلی الحاج ډاکتر جماهیر انوری لنډه پیژندګلوۍ

 

ښاغلی جماهیر انوری ښاغلی جماهیر انوری د 1334کال د فبروری په میاشت د فاریاب په اندخوی ولسوالۍ کی زیږیدلی دی او په کال (   1341) کی د ابومسلم خراسانی په لیسه کی شامل او د دولسم ټولګی بشپړولو نه پس د کانکور آزموینه یی په بریالیتوب سرته ورسول چی وروسته بیا خپلی لوړی زده کړې د کابل پوهنتون د فارمسی په پوهنځی کی پای ته ورسول.

ښاغلی انوری په ۱۹۷۶زیږدیز کال وروسته له  هغه چی د کابل پوهنتون دفارمسی له پوهنځی څخه فارغ شو د عامی روغتیار په وزارت کی په دنده وګمارل شو چی د ۲۵کلنو نه زیات په بیلا بیلو بستونو کی د وطن په خذمت بوخت وو او په کال ۲۰۰۷کی د ښه وړتیا په لرلو سره د فارمسی چارو دلوی ریاست د رییس په توګه وګمارل شو. 

ښاغلی انوری په ترکمنی، ازبکی، دری، پښتو او انګریزي ژبو پوره حاکم دی او د فارمسی چارو د نوی اداری د بیا ژوندی کولو په برخه کی یی مهمه ونډه درلود. دده د زیار او کوښښونو له امله کولای شو چی ښاغلی انوری د افغانستان د نوی فارمسی د بنسټ ایښودنکی په نوم ونوموو. ښاغلی انوری د فارمسی په اداره کی ډیری ستری او مهمی لاسته راوړنی لري چی کولای شو په لاندی ډول یی یاده کړو:

د کیفیت د سیستم بیا رغول (Qualıty Assurance)، په دوایی اداره کی د بیلابیلو دیپارټمنتونو په جوړولو سره د منفی علایقو او تضادونو له منځه وړل (Conflict of Interest)، دظرفیت لوړول، د ملی او بین المللی ادارو سره  کوم چی د فارمسی چارو په برخه کی فعالیت لری د ښو اړیکو ټینګول لکه د امریکا د FDA، د سوسیتزرلنډ Swissmedic، د کاناډا له HPFBد نړیوال روغتیایی سازمان له EMP، USAID، CIDA، د SPSکمیټه چی د فارمسی چارو د غښتلتیا په موخه د USAIDلخوا تمویلیږی او نوری لاسته راوړنی چی د افغانستان د دوایی اداری لپاره ستر ارزښت لری، شامل دی.

ښاغلی الحاج جماهیر انوری د (۱۳۸۹) د (چنګاښ) په میاشت کی د کډوالو او راستنیدونکو د وزیر په توګه وټاکل شو او د افغانستان د ملی پرمختیایی ستراتیژی پربنسټ د کډوالی د قانونی کولو په امر، د نا قانونو کډوالیو د مخنوۍ  او دانسانی قاچاق وړونکی سره د مبارزی په برخه کی د مرسته کوونکو او نړیوالو سازمانونو سره په هم غږۍ، سترګامونه اوچت کړي دی.

الحاج ډاکتر جماهیر انوری په اضطراری لویه جرګه کی د انتصابی وکیل او د اساسی قانون د تصویب په لویه جرګه د انتخابی وکیل په توګه برخه اخیستی وؤ. همدارنګه ښاغلی جماهیر انوری د ترکمن قام د سولی او یووالی شورا چی په ۲۰۰۱کال کی جوړی شوی وی یو له بنسټ ایښودونکو څخه دی. او همدارنګه ښاغلی انوری د افغانستان د غالی اوبدونکو او صادرونکو د اتحادیی درهبری بورډ غړیتوب هم لری.