دمالي او اداري مرستيال ژوندليک

اصلاح شده.JPG      ښاغلی انجینیر احمد ولي حکیمي ‍په ۱۳۴۱ هجري لمریز کال په یوه روڼ آندې او دینداره کورنۍ کې په ننګرهار ولایت کې وزېږېد . ابتدایه دوره یې تر بکلور یا پورې د ننګرهار په عالي لېسه کې پای ته ورسوله او وروسته د لوړو زدکړ لپاره روسیې ته لا‌ړ اود انجینیرۍ په څانګه کې یې تر ماسترۍ پورې زدکړی وکړې او په ۱۳۶۵ کال کې یې د بېلاروس له پولي تخنیک څخه د فراغت سند تر لاسه کړ.

     ښاغلي حکیمي له تحصیلي دورې وروسته په مختلفو ملي او نړیوالو سازمانونو کې دنده تر سره کړې ده . هغه له ۱۳۸۱ کاله تر ۱۳۸۷ کاله پوری په ننګرهار ولایت کې دملل متحد د هبیتات د دفتر مسؤل  او همدا راز د دغې ادارې په نور بر خو کې لکه د دفترد تخنیکي مسؤل اوEC.3 (اسکان دفتر) د ښې جوړوني د پروگرام دمسؤل په توکه په خدمت بوخت وو.

     حکمی په دغه دوره کې مؤثر فعالیتونه خصوصاً د مدیریت ، د ولایتونو په کچه د پروژو د پروگرام د رهبرۍ ، د سرپنا ۱۰۰۰ پروژې ، د کندهار ښار د اوبو رسولو پروژه ، د کابل ښار د مختلفو ناحیو د غیر پلانی سیمو جوړول ، د پروژو د ډیزاین دبخش مدیریت ، د تخنکی پروپوزلونو ترتیب او نوری ورکړ شویی چارې تر سره کړیی دي .

    انجینر احمد ولی حکیمي په ۱۳۸۷ کال کې د کلیود بیا جوړولو او پراختیا په وزارت کې د پلان ریاست د سرپرست په توګه و ګومارل شو چې لږ وروسته یې د ننګرهار ولایت د کلیود بیا جوړولو او پراختیا ریاست ته ارتقا وکړه او تر ۱۳۸۹ کاله یې په دغه ریاست کې دنده تر سره کړه .

     نوموړی له ۱۳۸۹ کاله تر اوسه  د رسمي دندې تر څنګه د ACI  موسسې د تخنیکی مشاور په توګه همکاري کوله .

     احمد ولي حکیمي د ۱۳۹۲ کال د وري میاشتې او تر همدغه کال  تر چنگاښ میاشتې پورې د کلیو د بیا جوړولو او پرختیا وزارت د اوبورسولو دریاست دعمومی رییس  په توګه خدمت کړی دی .

     احمد ولي حکیمي د خپل خدمت په دوره کې د شوارګانو، تخنیکي پلان جوړولو، مسلکي نظارت او ارزونه،دتخنیکي تخصص په چارو، په ساحه کې د مهندسی د ډیزاین او نقشې په تطبیق ، اداره اومنجمنټ،له پروپوزل    سره مطابق دپروژو کنټرول، د پروژې عملي څارنه او علمي اقتصادي او تخنیکي لکچرونوپه برخو کې تجربې تر لاسه کړې دي .

     په پای کې انجینر حکیمي د خپلې وړتیا په نتیجه کې د کډوالو او راستنیدونکو وزارت په وړاندیز او د جمهور رییس حامد کرزي په منظورۍ د یو حکم په ترڅ کې د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه وګومارل شو چې تر اوسه په دغه پُست کې په خدمت بوخت دۍ .