د وزير ژوند ليک

    خصوصی ژوند:

     سید حسین عالمي بلخي د سید برآقا زوی ۱۳۳۵ ه ل کال د وري په میاشت کې د بلخ ولایت په چارکنت ولسوالۍ کې زېږېدلۍ، لیک او لوست یی د کلی د ملا امام په وسیله زده کړي او ۱۳۵۴ کې یې واده و کړ چې پینځه زامن او دوې لوڼې لري .

     ښاغلی بلخی شپږ ځلی د بیت الله شریف زیارت ته تللۍ او نورو آسیایی،اروپایی، افریقایی،او امریکایی، هیوادنو ته یې سفرونه کړي دي .

علمی ژوند:

     سید حسین عالمي بلخي په ۱۳۵۱ کال لومړۍ د مزارشریف د سلطانیه علمیه حوزی په دینی مدرسه کې او وروسته د چهارکنت په مدرسه کې او له هغې وروسته دمزارشریف د آیت الله بحرالعلوم په مدرسه کې دیني زده کړې کړیې او تر ۱۳۷۵ کاله یې د عربي ادبیاتو (صرف او نحو)،فصاحت او بلاغت،اسلامی فلسفه،فقـــه،او اصول فقـــه، کفایة الاصول تر لومړي ټوکه زده کړې کړیې او په هماغه مدرسه کې په تدریس بوخت شو.

     عالمی بلخی په ۱۳۵۷ کال د عسکرۍ خدمت ته جلب شو، خو د بلخ په محمکه کې د ښوونکو د ازموینې پرورکولو او بریالیتوب سره له عسکرۍ معاف شو او ۱۳۶۰ کال کې د ایران اسلامي  جمهوریت ته ولاړ اود کفایة الاصول د لومړي ټوک په آزموینه کې له بریالي کېدو وروسته د تحصیل په موخه د مشهد په علمیه حوزه کې قبول شو او وروسته د کفایة الاصول د دوهم ټوک په زدکولو سره درۍ کاله نور هم د مشهد په علمیه حوزه کې له فقهې او اصول فقـه، پرته نور علوم زده کړل اوپه یوه وخت کې یې په ځینو ښونیزو مراکزو کې د عربی ادبیات فقـه،د اسلام تاریخ او حقوقي موضوعات او له هغی جملې هم دایران اساسی قانون تدریس کاوه .

     ښاغلی بلخي په ۱۳۶۳ کال د قم په علمي حوزه کې څلور کاله په تخصصي توګه د (مبانی فقهی حکومت اسلامی) په څانګه د دکتورا تر کچی زده کړې  یې له آیت العظمی حسین علی منتظری (ره) څخه کړیې د ((خارج اصول)) زده کړې  یې له آیت العظمی محمد فاضل منکرانی (ره)څخه بشپړ کړیې بلخي په همدغه کالونو کې په هېواد کې د دینی مدرسو د فعاله ساتلو په موخه د ((شواری نظارت بر مدارس دینی)) په چوکاټ کې د هېواد له تکړه پوهانو سره پر لپسی کار کاوه .

     د ښاغلی عالمي بلخي آثار  ((د افغانستان کانون مقاومت علیه اشغالګران))، ((راه ما)) او((د افغانستان د إتلاف شورا)) تر عنوان لاندې کتاب د ده او ځینو نور لیکوالانوپه قلم او همداراز (( عاشورا در ماورا)) او دهغه د بیانیو مجموعه او ۲۰۰۰ په سیاسی،اخلاقی اوحقوقي موضوعاتو کې مقالې چاپ شوی دي.

     نوموړي د اساسی قانون د تسوید کمیسیون په تشکیل سره  « دقانون اساسی پیشنهادی طرحه» د ۱۳۸۲ مصوبې په ۱۴۹ مادو کې جوړه او د قانون اساسی د تسوید کمیسیون ته وسپارله او د کمیسیون د استفادې وړ وګرځیدله ، او همدارنګه د افغانستان د نوي قانون له تصویب وروسته ، یو سلسله مقالې یې د هیواد له مخکنیو قوانینو سره پرتله او د ضعف او قوت ټکې یې بر ملا کړل.

سیاسی ژوند

     سید حسین عالمي بلخي د ۱۳۵۷ د غویې د ۷ له کودتاه وروسته د دینی ارزښتونو او د افغانستان د آزادۍ ددفاع په موخه سیاسي مبارزې پیل او د ترکي د رژیم په وړاندې یې د مزار شریف دښار د بازارونو او شمالي ښارونو کې د اعتصاباتو له جوړه ونکو څخه ؤ او په ۱۳۵۹کې یې له یو شمیر همکارانو سره « د اسلامی فدایان سازمان » بنست کیښود.

     بلخي په ۱۳۶۱ کال کي د یوالي غوښتنې په روحیه له څلورو نورو سیاسي تشکیلاتو سره (اسلام مکتب توحید ، روحانیت او ځوان افغانستان، جنبش اسلامي مستضعفین افغانستان او د افغانستان د مسلمان امت فدائیان ، « د افغانستان د اسلامی انقلاب متحده جبهی» تشکیل او ددې ترڅنګ چې د یاد شوي تشکیل د مرکزي شورا غړۍ ؤ ، د فرهنګی چارو رئیس او د «مجله سنګر انقلاب» په خپرولو اقدام وکړ.

     د مجاهدینو د خپل مابیني جګړو په زور اخیستلو سره ، بلخي له یو شمیر سترو علماؤاویو شمیر دشیعه ګوندونوله رهبرانوسره په ۱۳۶۴کال کې دشیعه مجاهدینوټولوسیموته سفروکړاوپه دې جبهوکې صلحه منځته راغله،.

     عالمي بلخي په ۱۳۶۶کال کې له اوؤنوروسیاسي تشکیلاتوسره ((داسلامي افغانستان د اتلاف شورا)) «آته ګونۍ اتلاف» منځته راوړ او دۍ ددې اتلاف د اولین(( رئیس او ویاند)) په توګه وټاکل شو.

     بلخي د« افغانستان د اسلامی وحدت د ګوند» له تشکیل څخه وروسته ، د اتلافی غړو ګوندونونه ، د ګوند  دمرکزی شورا د غړي په توګه ، ددې ګوند د سیاسی کمیسیون او فرهنګی ریاست له هیواد نه بهر  دلمړي منشي دنده په غاړه درلودله او د نجیب د حکومت په رانسکوریدو سره په ۱۳۷۱ کال کې کابل ته راغۍ او په کابل کې د مرکزي شورا لخوا د تصمیم نیونې د شورا د معاون او د اسلامی وحدت د ګوند د فرهنګی چارو په توګه وګمارل شو.

     د جهادي ګوندونو د خپل مابیني کورنیو جګرو په پیل سره ، د خپل مابینی کورنیو جګرو د مخنوی په موخه یې کوشش وکړ خوبریالۍ نشو، د اسلامی ګوندونو د خپل مابینی کورنیو جګړو سره د مخالفت د اعلان په توګه ، کابل پریښود او له هیواد نه بهر ولاړ.

     نومورۍ د افغانستان د افغانستان اسلامی وحدت د ګوند د کورنیو ټاکنو په بهیر کې په کال ۱۳۷۳ کې کابل ته راغۍ او دګوند د لمړي معاون په توګه وتاکل شو او د افغانستان اسلامی ګوند په انشعاب سره یې ، دافغانستان د اسلامی وحدت دګوند د یوی طرف د مرکزی شورا د رئیس په توګه دنده مخته وړله.

     بلخي په کال ۱۳۷۳ کې « د افغانستان د دولت د رهبرۍ عالی شورا» د غړي په توګه وټاکل شو او د ۱۳۷۴ کال نه د طالبانو لخوا د کابل تر سقوطه پورې ( ۱۳۷۵ په کچه ) د « تجارت د وزیر» په توګه دنده کوله.

     ده د مقاومت په دوران کې « د افغانستان د خلاصون لپاره د اسلامی متحدې جبهې» د رهبرۍ د شورا د غري په توګه او په بلخآب کې د مقاومت د جبهیې اداری مسؤلیت په غاړه واخیست او د طالبانو تر سقوط پوري یې مقاومت وکړ او په امریکا کې د ۱۱ د سپټامبر ۲۰۰۱ کې د جهانی تجارتي بروجونو د منفجرولو څخه وروسته بلخي په افغانستان کې د بهرنیو نظامي قواؤو د حضور له مخالفینو څخه ؤو ، چې په همدی لحاظ « د بن په ناسته » کې دکابینې له غړیتوب څخه ګوښه کړۍ شو.

     د ۱۳۸۰ کال په لمرۍ د مرغومي کې حامد کرزي ته د قدرت تر لیږدولو وروسته چی دۍ یو د قدرت لیږدونکو نه ؤو د رسول اکرم (ص) (مفاخر) انتشاراتي خیریه ، فرهنګي مؤسسه چي په کال ۱۳۷۲ کې یې له یو شمیر همکارانو سره بنسټ ایښۍ وه، په کابل کې یې بیا فعاله کړه.

     نوموړي په کال ۱۳۸۱ د وږی په میاشت کې د اضطراری لویې جرګې څخه وروسته د تدریسي او فرهنګي فعالیتونوتر څنګ ، په کابل کې د دوهم ځل لپاره « د خلاصون دلاری اونیزه » خپرونی پیل کړې او دمدیر مسؤل په توګه یې په فعلیت پیل وکړ او د ۱۳۸۴ کال د غبرګولي په میاشت کې یې اونیزه په ورڅ پاڼه بدله کړه چی خپرونې یې لا تر اوسه دوام لري او د امتیاز مالک یې دۍ.

     سید حسین عالمي بلخي په ۱۳۸۱ کال کې له یو شمیر علما ؤ سره د ( افغانستان د شیعه علماؤ شورا) جوړه او د ( علماؤ د شورا د دارالانشأ د رئیس) په توګه پر دنده کولو مشغول شو، دۍ همدارنګه د ( افغانستان د علما ؤ د سرتاسري شورا ) د مرکزي شورا غړۍ او د ( اسلامی اخوت د شورا ) له مؤسیسینو څخه دۍ.

      بلخي د افغانستان د اسلامی جمهوری ریاست په ټاکنو کي چي په ۱۳۸۳ کال د تلي پر ۱۸ ترسره شوې د محمد یونس قانوني په ریاست ( د جمهور رئیس د معاون) په توګه کاندید او په همدی کال کې یې له یو شمیر همکارانو سره ( د افغانستان نوین ګوند) جوړ کړ او د ګوند د معاون په توګه وټاکل شو او همدارنګه ( دملی تفاهم جبهه ) یې تهداب ګذاري کړه.

     عالمي بلخي په ۱۳۸۴ کال په پارلمانی ټاکنو کې ( د ملي شوره پینځلسمه دوره) له کابل څخه کاندید شو او د کابل د خلکو په رایو سره ( د ولسي جرګې غړۍ) وټاکل شو او د پارلمان د کار له پیل سره ، د افغانستان له نوین ګوند څخه مستعفی شو.

     عالمي بلخي په دې دوره کې د عدلي، قضایي ، اداری اصلاحاتو او د اداری فساد سره د مبارزې د کمیسیون د رئیس او غړي او د ولسي جرګې د تقنیني کمیسیون د غړي په توګه فعالیت کړۍ او زیات قوانین او نړیوال میثاقونه له جمله څخه یې د دولت د اساسی تشکیلاتو قانون ، د افغانستان د اهل تشیع د شخصیه احوالو قانون او د اداری فساد سره د مبارزې نړیوال کنوانسیون د ولسي جرګې په تصویب ورسول او همدارنګه د مجریه قوې د کار د څارني په برخه کې د استازیتوب او د خلکو د حقوقو د دفاع په موخه د یو فعاله او مؤثر استازي په توګه مطرح شو.

     بلخي د ۱۳۸۹ کال په پارلماني ټاکنو کې ( دملي شورا شپاړسمه دوره) له کابل څخه بیا کاندید شو او له مخکینۍ دورې نه د خلکو نیژې په دوه برابره رایو وټاکل شو او د ولسي جرګې په دی دوره کې یې د معلولینو ، معیوبینو،ورثه ؤ شهداؤ او کونډو د کمیسیون ریاست په غاړه درلود ، او د ۱۳۹۲ د تلې ۱۵ نیټه یې د ولسي جرګې له غړیتوب څخه استعفا ورکړه او دهیواد د ۱۳۹۳ کال په ټاکنو کې د محمد شفیق ګل آغا شیرزي د لمړي معاون په توګه کاندید شو.

     سید حسین عالمي بلخي د ملي یوالي د حکومت لخوا د کډوالو او راستنیدونکو چارو دوزارت د وزیر په توګه و نومول او ولسی جرګې ته معرفي شو،نوموړي دکډوالواوراستنیدونکوچارو وزارت لپاره دخپلوکاري برنامواوپلانونو په وړاندې کولوسره، دخلکوداستازونه ۱۳۴ رایې حاصل اودجمهوري ریاست د۱۳۹۳/۱۱/۱۲(۵۷)ګڼې دفرمان په اساس ذکډوالواوراستنیدونکوچارودوزارت دوزیرپه توګه مقرر کړۍ شو.